مخابراتي خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسي د شپږمې پروژې قراردادونه لاسلیک شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

مخابراتي خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسي د  شپږمې پروژې قراردادونه لاسلیک شول.

د هغه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې نن یکشنبه 12/6/1391 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، د دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجی  تخنيکي مرستیال انجنیر بریالي حسام وویل: د هیواد په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې  مخابراتي خدمتونو ته  د ټولیزې لاسرسی  په موخه، د۲۲۰ ټاورونه ( BTS) د نصب او په کاراچوونې  قراردادونه د دریو مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک کوي.

ښاغلي حسام زیاته کړه  یاده  پروژه چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتو وزارت  انکشافي صندوق TDF  په مرسته چې لګښت يي ۲۸  میلیونه امریکايي ډالره کیږي، د هیواد ۳۴ ولایتونو په ۱۸۵ ولسوالیو کې چې تر اوسه پورې  دمخابراتي  خدمتونوچی  تر پوښښ لاندې نه دي راغلي،  پلي شي . انجنیر حسام د خپل خبرو په ترڅ کې وویل: افغان ټیلیکام  چې۱۹۵ ټاورونه،  MTN    ۱۶  او افغان بیسم  د ۹  ټاورونه ګټونکي  دي مکلف دي چې په ۱۸ میاشتو کې ټاورونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

نوموړې پروژه به  ۰۰۰،۴۴۰ د لرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته  مخابراتي اسانتیاوې  برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې  ددې پروژې  د دواطلبۍ ټول قانوني  مراحل د مخه مخاراتو وزارت د اترا ادارې له لخوا بشپړ شوی دي.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته