محمد فهیم هاشمي: د انټرنیټ بیې باید راکمې شي!

Author image
enayat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۵:۰
نرخ انترنت


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، چهارشنبه د ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې نهمه نېټه د اترا ادارې له تخنیکي مرستیال انجنیر نقیب الله سېلاب، افغان ټلیکام او مخابراتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې، د انټرنیټ بیوو پر راکمولو ټینګار وکړ.
په دغه ناسته کې ښاغلي هاشمي زیاته کړه، له ولسمشر غني سره د کابل استازو په وروستۍ لیدنه کې د ولسمشر د لارښوونې پر اساس مخابراتي شرکتونه اړ دي، چې په دې برخه کې جدي ګام اوچت کړي.
د نوموړي په وینا: «افغان تلیکام مخابراتي شرکت په عمده بیو کې تر دېرش سلنه کموالی راولي، چې له مخې یې خصوصي شرکتونه هم اړ دي، څو په کمه بیه لوړ کیفیت لرونکي انټرنیټ خدمتونه وړاندي کړي.»
په دغه ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو هم ټینګار وکړ: «د هیواد په نا امنو سیمو کې امنیتي ستونزې هغه ننګونه ده، چې له امله یې د انټرنیټ بیې او کیفیت اغېزمن شوي.»
د هغوئ په وینا، له دې ناخوالو سربېره د افغان تلیکام انټرنیټ له عمده بییو راکمولو سره چمتو دي، چې په هیواد کې د انټرنیټ بیې راکمې او د ولسمشرۍ ماڼۍ له لارښوونې پیروي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو...

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته