مالیاتي برخه کې د هېوادوالو د عامه پوهاوي د لوړولو او د مالیې د ورکړې د ژمنتیا لپاره د مالیې اونۍ ونمانځل شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲
مولوی نجیب الله حقانی

مالیاتي اونۍ شنبې ورځ د جدي یا مرغومي میاشتې پر ۲۵مې نېټې د مالیې وزارت له لوري چې د اسلامي امارت د رییس الوزارء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، اقتصاد، سوداګرۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزرات وزیرانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ښاغلي ذبیح الله مجاهد او ګڼ شمېر نورو مشرانو هم پکې ګډون درولود ونمانځل شوه .

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني د مالیې ورکول د خلکو اسلامي او ملي مسئولیت وګڼو چې دوی په مستقیم ډول د هېواد په اقتصادي پرمختګ، د بنسټيزو پروژو په عملي کولو او د پردیو له مرستو پرته د بودیجې په تمویل کې ونډه اخلي او افغانستان پر ځان بسیا کوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل، پرمختللي او هغه هېوادونه چې اوس پر ځان متکي دي هغوی یو سالم مالي سیستم لري او د هېوادونو په رغونه کې یې خلکو خپل مسئولیت سرته رسولی چې افغانان هم باید د مالیې په ورکړې سره د افغانستان ثبات لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړي .

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال درېیو میاشتو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کرېډېټ کارټونو له لس سلنې مالیې کابو یو میلیارد او ۵سوه ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول کړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته