لوګر ولایت خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۱۰
ولایت لوگر

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت خروار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یوه سایټ د جوړېدو له بهیر څخه او همدارنګه د څرخ ولسوالۍ په خواجه غار زیارت کلي کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له هغه سایټه څخه چې تازه له ۲جي نه ۴جي ته یې ظرفیت لوړ شوی وو څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته