لوړپوړي دولتي پلاوي د پرونۍ پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۶:۱۲
یک هیئت عالی رتبه دولتی از مجروحین حادثه دیروز عیادت نمودند

د افغانستان جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې له مخې یو لوړپوړی پلاوی، چې د ټرانسپورټ وزیر، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت سرپرست، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د چارو ادارې لوی ریس او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مرستیال پکې شامل وو، د کابل د پرونۍ پېښې د ټپیانو پوښتنه یې وکړه.

پلاوي د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ له هغوی سره یوه اندازه نقدي مرسته وکړه او له ټولو ډاکټرانو یې وغوښتل، چې په درملنه کې یې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د روغتون مسولینو ډاډ ورکړ، چې ټپیانو ته به پر وخت رسیده ګي او ډېره هڅه کوي.
د کابل پرونی ځانمرګی برید پرون سهار نهه بجې د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو پر ریاست ترسره شو، چې یو شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته