له دلارام ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۴۶
فایبر نوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت په اساس د هیواد د نوري فایبر حلقوي رینگ د بشپړولو په موخه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د نوري فایبر د غځولو پروژه د دغه ولایت د والي محترم شیخ محمد قاسم خالد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی عبدالرحیم فیاض او د دلارام ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه.

د دې سترې ملي پروژې په پیل سره به ځوانانو او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به  یې د نیمروز ولایت اوسیدونکي  له لوړ سرعت او ښه کیفیت انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.

والی ولایت نیمروز

یاده مهمه پروژه به د (۲۱۹) کیلومترو په اوږدوالي د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي..

د يادونې وړ ده، چې د نيمروز ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او ټکنالوجۍ رياست د هڅو ستاينه يې وکړه.

فایبر نوری افغانستان

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته