له انلوګ څخه ډیجیټل ته د ټلویزیوني خپرونو د اړولو جواز آسیا مشورتي شرکت ته ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې لخوا اسیا مشورتي کمپنۍ ته، د تلویزیوني شبکو د ډیجیټلي خپرونو جواز د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د ۱۳۹۲ کال د زمري میاشتی په ۳۰مه جوړشوی و ورکړل شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرښاغلي امیرزي سنګین وویل: د ډیرې خوشحالۍ ځای دی چی نن بیا د مخابراتو په ډګر کې هیواد والو ته د ښه خدمت د وړاندې کولو او په هیواد کې د پرمختګ په موخه یو بل ګام اخلو او ټلویزیوني انالوګ خپرونې نړیوال مډرن ډیجیټل سیستم اوړي چې د کارولو قرارداد يې لاسلیک کوو او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې عملي چارې په کابل کې بشپړې شي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: زمونږ موخه خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول او د نړیوالی کچې ښه خدمتونو وړاندې کول دی هغه وویل د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل تلویزیونې شبکې د ایجاد په موخه د جمهوری ریاست مقام ته وړاندیز وکړ چې له مخې یی د وزیرانو شورا د ۱۳۹۱ کال د لړم میاشتې د ۲۲ نیټې د (۳۳) ګڼې مصوبې پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت له انلوګ سیسټم څخه ډیجیټل تلویزیونې شبکې سیستم ته پر لیږد و ګمارل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر یادونه وکړه: چې د نړیوالې مخابراتي ټولنې د پریکړې سره سم په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ټول هیواد کې به د تلویزیونو انالوګ سیستم ډیجیټل سیستم ته بدل شي او مونږ د خپلو ملي ګټو په نظر کې نیولو سره دا کار پیلوو.

د ډیجیټلی تلویزیونی شبکې د جواز په صادریدو سره به د کابل ښار په شپږو میاشتو، د لومړی درجه ولایتونو شبکه او د هغې ځینی ولسوالی په یوکال کې، د دریمه درجه ولایتونو مکزونه او د هغې ځینی ولسوالی به د درییم کال په اوږدوکې او پاتی ولسوالۍ به له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې د تلویزیونو په برخه کې په ډیجیټل سیسټم سمبال کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته