له اداري فساد سره د مبارزې پر لاسته راوړنو بحث وشو

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۹ - ۱۶:۴۳
دست آوردهای مبارزه علیه فساد اداري به بحث گرفته شد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د اداري فساد سره د مبارزې په موخه ناسته ترسره کړه
په ياده ناسته کې په پېل د انکشافي پروژو مسؤولينو او د وزارت رئیسانو د خپلو فعالیتونو د شفافيت او روڼتيا په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستيال ښاغلي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر هادی هدایتي د مسؤولينو څخه د مننې تر څنګ وویل چې د فساد پر وړاندې مبارزه او د مفسدو کړیو مخنوی د وزارت د مشرتابه له لومړیتونو دي او د غونډې په
 ګډونوالو يې غږ وکړ چې د شفافیت لپاره د پرمختللو سیستمونو ایجاد او د پروژو په چټک تطبیق کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د يادولو وړ ده چې د اداري فساد د مخنيوي په برخه کې د مخابراتو وزارت کړنې او لاسته راوړنې په کابينه کې د جلالتمآب جمهور رئیس له خوا څو ځله يادې شوي او د وزارت له مسؤولينو يې مننه کړې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته