لغمان ولایت کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت اف تي تي اچ پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۱۵
وزارت مخابرا

لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کی د افغان ټیلیکام مخابراتی شرکت لخوا FTTH  (انټرنیټ تر کوره پورې) پروژه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، آټرا ادارې استازی، د ختیځ زون د نوري فایبر مسئول، د امارت ولایتي ادارو مسئولینو او یو شمیر قومي مشرانو ګډون کړی و.

د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو او اسانتیاو په برخو کې د نوري فایبر رول ګټور وباله او سپارښتنه یې وکړه چې د دغې پروژې ودانیزې او تخنیکي چارې باید د شرایطو سره سم په معیاري ډول پر مخ یوړل شي.

د یاونې وړ ده چې د یادې پروژې د بشپړیدو سره به لغمان ولایت کې د مخابراتو او انټرنیټ په برخه کې د خلکو ستونزې تر ډیره حده حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته