غزني ولایت کې د ټي ډي ایف لسمه پروژه بشپړه او له مخې یې د افغان ټلیکام د سلام شبکې ۲۶ او ۲ د اټوما مخابراتي شرکتونو آنټنونه د یاد ولایت بیلابیلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۳۳
ولایت غزنی

 د غزني ولایت د مرکز په شمول ۱۵ ولسوالیو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او محرومو سیمو ته د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د برابرولو په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې ۲۶ او اټوما مخابراتي شرکت ۲ سایټونو چارې چې موده وړاندې پیل شوې وې بشپړې او د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د وړاندې کولو په موخه  اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد ۲۸ مخابراتي سایټونه چې ۱۰ یې په فورجي او ۱۸ نور یې د ۳جي په پرمختللې ټکنالوجۍ سمبال دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې ټي ډی ایف لسمې پروژه کې د غزني ولایت مرکز قلعه جوز، ناوې، ګیلان، مقر، آب بند، قره باغ، ګیرو اندړ، ده یک، زنخان، خواجه عمري، رشیدان، خوګیاڼیو، واغز او اجرستان، ولسوالیو ته ځانګړي شوي وو چې بشپړېدو سره به یې د یادو سیمو زرګونه اوسېدونکي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمن شي.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي، د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رییس، ښاغلي ملا عبدالولي طیب احمد او یو شمېر نورو دولتي چارواکو، علماء کرامو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و د مخابراتو وزارت له ولایتي ریاست او همداراز اترا ادارې مننه وکړه چې د دوی مخابراتي ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کړې او په لنډه موده کې یې ګڼ شمېر سیمې له مخابراتي پوښښ برخمنې کړي دي.

د یادونې وړ ده له فتحې راوروسته د غزني ولایت بیلابیلو سیمو کې (۱۴۵) انټنونه نوي او (۱۵) هغه سایټونه چې له فعالیت غورځېدلي وو بیرته رغول شوي او ۱۵ مخابراتي آنټنونه لا هم تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته