غزني ولایت اندړو او ده یک ولسوالیو کې د دوو مخابراتي سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۴:۵
Ghazni

غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت اندړ ولسوالۍ ابراهیمزوی بازار او ده یک ولسوالۍ سلیمانزو بازار کې د سلام مخابراتي شبکې د دوو سایټونو د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټونه د ټي ډي اف د لسمې پروژې له مخې چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو آنټنونو له ډل دي د افغان ټلیکام د سلام مخابراتې شبکې له لوري د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي، د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته