سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۷
مخابرات سمنگان

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو او د ۳جي او ۴جي انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د اغېزمنې همغږۍ رامنځته کول دي.

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو استازو په ۱۴۰۴ کال کې د خپلو فعالیتونو او د مرکز او ولایت په لرو پرتو سیمو کې د شبکو د پوښښ د پراختیا په اړه راپور وړاندې کړ، همداراز د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د مخابراتو له ریاست سره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتوالي او محرومو سیمو کې د خدمتونو د پراخولو او د خدمتونو د کیفیت پر دوامداره څارنې ژمنه وکړه.

د مخابراتي شرکتونو مسوولنو د سمنګان ولایت د مخابراتو ریاست څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې خپلې چارې به د ټاکل شوو طرزالعملونو او ځانګړو اصولو مطابق ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته