زابل ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۸
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هدایت د زابل ولایت په مرکز قلات ښارکې د اتصالات مخابراتي شرکت د دوو سایټونو  انټرنیټي ظرفیت او همدارنګه د نوموړې ولایت په شاه جوی، سیوری او شهر صفا ولسوالیو کې د روشن، اتصلات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو  انټرنیټي ظرفیت ۴جي ته لوړشوی دي.

د نوموړو مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره به د زابل ولایت مرکز او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې  اوس مهال په مرکز قلات ښارکې پنځه مخابراتي شرکتونه ۴جي انټرنېټي خدمتونه وړاندی کوی او همدارنګه د یادو سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په کندز کې د روشن مخابراتي شبکې نوی آنټن فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د قولخ باغچې کلي اوسېدونکي مخابراتي اړیکو ته آسانه لاسرسی...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

بېرته خبرونه ته