زابل ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه
د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د زابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت ګډ مسلکي او تخنیکي تیم له لوري د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ په مرکز او خاک افغان ولسوالۍ د ځنګلي په سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو په موخه سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.
د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د یادو او نږدې شاو خوا سیمو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د هېوادوالو لپاره د معیاري او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
