روشن مخابراتي شرکت ته د 3G خدمتونو جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن  شنبه د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې په لومړی  نېټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د 3G جواز ورکړل شو

یاد کنفرانس چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وه دمخابراتو وزیر انجنیر امیرزي سنګین، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او عدلیې وزیر رحیم الله غالب او د روشن مخابراتی شرکت رهبري پلاوې ګډون درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین په دغه غونډه کې وویل: د افغانستان حکومت هوډمن دی چې خپلو خلکو ته د پرمختللو هېوادونو په څېر پرمختللی مخابراتی خدمتونو وړاندې کړې، نو دې موخي ته د رسېدو په هیله موږ د مخابراتو په برخه کې نن یو بل د پرمختګ ګام اخلو او د روشن مخابراتي شرکت ته د 3G یا درېیم نسل ټکنالوجۍ جواز ورکوو.

نوموړي پرمختللی ټکنالوجۍ  دهیواد په اقتصاد وده کې اړینه وبلله او وویل چې باید  حمایه اوملاتړ یي وشي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر زیاته کړه چې ددي جواز د صادریدو په صورت کې به، په راتلونکو دوه کلونو کې به ۵۰ سلنه وګړي له چټک انترنیټی خدمتونو څخه برخمن شي.

همدارنګه د مالیې وزیر ښاغلي عمر زاخلېوال د 3G جواز ورکړه اوهیواد ته دیادې تکنالوجی راتګ یو پرمختتلی ګام وباله او دا لاسته راوړنه يي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ته کارکوونکو او رهبري پلاوي ته مبارکي وویله.

د روشن مخابراتي شرکت ته د 3G جواز د ۲۵ میلیونو امریکایي ډالرو په بدل کې ورکړل شو، د یادونی وړده چې له اتصالات او MTN وروسته دا دریم مخابراتی شرکت دی چې د 3G جواز تر لاسه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته