راتلونکي تعليمي کال کې د ښوونځيو د اتصال پروګرام پېلېږي

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۹ - ۱۶:۳۲
برنامه اتصال مکاتب در سال جدید تعلیمی آغاز می شود

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د رییس نجیب عزیزي سره په ګډه ناسته کې د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال د پروګرام په اړه خبرې وکړې.

د پوهنتې وزارت غواړي، راتلونکي تعليمي کال ته د انټرنېټ له لارې د هېواد ښوونځي او يو شمېر نړيوال ښوونځي سره وصل کړي چې له مخې يې زده کوونکو ته د معياري او عصري زده کړو زمينه برابره شي.

د یادولو وړ ده، چې د ښوونځيو د اتصال پروګرام څخه موخه، د کورنیو او نړیوالو ښوونځيو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او پراختیا لپاره پلی کېږي چې له مخې به يې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره له نويو مېتودونو او لارو چارو د زده کړو لپاره ګټه اخیستل کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته