د یو شمېر مدني ټولنو له استازو سره د مخابراتو سرپرست وزیر لیدنه!

Author image
enayat_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۶:۶
m

نن شنبه د روان کال کب میاشتې درېیمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر مدني ټولنو له استازو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د مدني ټولنو استازو د مخابراتو وزارت مشرتابه له لوري د افغان ټلیکام او سلام انټرنیټ بییو راکمولو له امله د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې نور خصوصي مخابراتي شرکتونه هم باید ورته ګام اوچت کړي او یا د انټرنیټ بیو د لوړوالې لاملونه روښانه کړي.
‍
په ناسته کې د ملي فکر سازمان مرستیال سمیع سلطاني وویل: «که خصوصي مخابراتي شرکتونه هم د دولتي هغو په څېر په خپلو انټرنیټ بییو کې کموالی را نه ولي، مونږ يې پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو.»

د بلکا بنسټ مشر هم په دغه ناسته کې د مخابراتو وزارت له ورستیو هڅو څخه د قدرداني تر څنګ زیاته کړه: "اترا اداره باید د خپلو مسوولیتونو او انټرنیټ عمده بییو له مخې د ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو انټرنیټ بیې راکمې کړي او که دا اداره د ولس په غوښتنو کې پاتې راشي، باید په دې برخه کې ټول ورکړل شوي قانوني صلاحیتونه ترې واخیستل شي".

په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د مدني ټولنو له استازو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه: "مونږ ټول د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې هڅه کوو هیوادوالو ته انټرنیټ بیې را کمې کړو. تازه مو د ولس د پرلپسې غوښتنو پر اساس او په دې برخه کې د مرستیال لورې په توګه او ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ټاکلی وخت ورکړی، چې باید انټرنیټ بیې راکمې کړي".

د یادونې وړ ده، چې د مدني ټولنو دغو استازو، څه موده وړاندې په افغانستان کې د انټرنیټ بیو را کمولو په موخه په کابل ښار کې اعتراضیه غونډه لرله، چې په پایله کې یې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د انټرنیټ بیو راکمولو په موخه دوه اونۍ وخت ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته