د کندوز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د سیم کارتونو د راجسریشن پروسې څخه څارنه وکړه.

Author image
Alireza Khaliqyar
جمعه ۱۳۹۸/۱/۹ - ۱۰:۳۲
ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کندز با ترکیب هیئت مختلط از اداره اترا ، قوماندانی امنیه و ریاست امنیت ملی ولایت کندز از فروش سیم کارت های شبکه های مخابراتی نظارت وکنترول بعمل آوردند.

د کندوز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ترمشری لاندې  ددغه ولایت د ملي امینت، امنیه قوماندانۍ اترا اداې استازو د تیرو هغو په تعقیب د سیم کارتونو په پلورنځیو کې د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو د راجسریشن پروسې څخه څارنه وکړه.

د ارزونې پدې جریان ۷۵۰ سیم کارتونه چې په غیر قانوني ډول د مخابراتي شرکتونو له لوري د خرڅلاو له پاره ایښودل شوی و راټول شول.

د سیم کارتونو پلورونکو ته د اخیر ځل له پاره وویل شول که هر چا له دې وروسته په غیر قانوني ډول او د جواز پرته سیم کارتونه وپلورل د هېواد نافذه قونینو په رڼا کې به ورسره قانوني چلند وشي.

د کندوز ولایت د ټولو اوسیدونکو څخه په ډير احترام هیله کيږي چې د سیم کارت د اخیستو پرمهال سیم کارتونه  په خپل نوم ثبت کړی او د غیر مجوز سیم کارتونو څخه ګټه پورته نه کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د پکتیا ولايت په ډنډپټان او زرمت ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ ژوري بازار میري...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د کندز ولایت استازولیو...

بېرته خبرونه ته