د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
مخابرات ولایت کاپیسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او پلان پر بنسټ د هېواد د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو د کمپیوټري زده کړو د مرکزونو د سمبالولو د پروسې په دوام، د کاپیسا ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د تکنالوجۍ په نویو او عصري وسایلو تجهیز شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي وو، د کاپیسا ولایت د والی مرستیال محترم شیخ اسد الله سنان، د مخابراتو وزارت داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق لوي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی دلاور برهان، د امنیې قومندان محترم الحاج حسینی،  او د نورو بیلابیلو امارتی ادارو مسئولینو گډون درلود.

د دغې غونډې په ترڅ کې د کاپیسا ولایت د والی مرستیال محترم شیخ اسد الله سنان خپلو خبرو کې وویل د دغه ولایت له ټولو خلکو څخه موغوښتنه داده چې له دغې زرینې موقع څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړي د غه امکانات چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ستاسې په واک کې درکوی سالمه ګټه واخلئ، خپل ځانونه مسلکی کړو.

معاون والی ولایت کاپیسا

او همداراز د دغې غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د عصري علومو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې عصري علوم د شرعي علوم سره لازم او ملزوم دي عصري علوم او ټکنالوي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره د مخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د کاپیسا ولایت په ګډون ۱۶ محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

مولوی محمد طارق فاروقی

نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دي.

مخابرات ولایت کاپیسا

په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.

د یادونې وړ ده چې د کاپیسا ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته