د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو مرکز او د MCRS سيستم پرانسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت سرپرست انجينر سيد احمد شاه سادات د کانونو او پټروليم وزارت د ډيټا سنټر او د کانونو د شرکتوتو د راجسترېشن سيستم د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د کانونو او پټروليم وزارت د مالوماتو مرکز چې 160TB ظرفيت لري د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له مرکزي ډېټا سنټر سره به هم وصل شي. د معلوماتو دغه مرکز سره به په افغانستان کې د طبيعي زېرمو اړوند معلوماتو، مطالعاتو، قراردادونو او نور ټول معلومات خوندي کېږي. د دې تر څنګ د کانونو په سکتور کې فعاليت کوونکي شرکتونو د راجسترېشن لپاره هم يو سستم پرانستل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير په خپله وينا کې وويل چې دا د اليکترونکي حکومتولۍ په برخه کې بل ښه اقدام دی چې افغانستان د ډيجيټل افغانستان هدف ته نژدې کوي. همدا راز يې يادونه وکړه چې دا مرکز به ډېر ژر د افغانستان د معلوماتي ملي مرکز (Afghanistan National Data Center) سره وصل شي. د دې تر څنګ په ننګرهار کې به هم سږ کال د معلوماتو دوهم ملي مرکز جوړ شي او همدا راز د معلوماتو يو بل مرکز به په قرغستان کې هم جوړ کړو تر څو په اضطراري حالاتو کې يو بل بېک اپ Back-Up مرکز هم ولرو. 
سرپرست وزير د ښې حکومتولۍ، شفافيت او ولس ته د حساب ورکونې په برخه کې د اليکترونيکي حکومتولۍ په پرمختګ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د مخابراتو وزارت د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهال پلانونو څخه يادونه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته