د کارته نو د ډیجټل تلیفون دستګاه رسمآ پرانستل شو
د کارته نو د ډیجټل تلیفون دستګاه د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین لخوا پرانستل شوه.
یاده پروژه نن سه شنبه د ۱۳۹۱کال د قوس د میاشتې په ۷مه نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ،کارکونکو او د رسنیو استازوپه کې برخه درلوده پرانستل شوه اورسماًیی په فعالیت پیل وکړ، یاده پروژه چې لګښت یې دوه میلیونه ، دوه لکه او شپږ نوی زره امریکايي ډالره کیږی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویل او د استر هندوستاني اوآوی چینایی کمپنۍ لخوا پلي شوې ده.
انجنیر امیرزي سنګين یاده پروژه د هیواد د پرمختګ په لور یو بل ګام وباله او وویل چې دا پروژه د استرهندوستانۍ او آوی چینایی کمپنۍ په واسطه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر څارني لاندې پلې شوې ده. نوموړي د دولتی ادارو په ځانګړي ډول د شاروالي کارکوونکو، د افغان تیلی کام انجینرانو او د کارته نو د سیمې له خلکو څخه مننه وکړه چې د پروژې په پلي کولو کې همکاري کړېده.
ښاغلي سنګين زیاته کړه د مخکنیو پلانونو په اساس په کابل ښار کې د ۱۰۰ زره تلیفونی مزو غزولو پروژې د کارته نو له دستګاه سره بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.
دکارته نو د ډیجیټل پروژې دستګاه د کارته نو ، رحمان مینې او شاه شهید سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي او ددې دستګاه اړیکي له نورو دستګاه وو سره د نوري فایبر په واسطه تأمینیږی.
ددې پروژې په افتتاح کولو سره به ددې سيمې خلک د دستګاه تر پوښښ لاندې راشي او د باکیفیته او ارزانه تیلیفوني اړیکو سربیره د ډیټا د تبادلې، انترنیت دایل اپ او په همدې ډول د DSL له لارې د چټک انترنیت اسانتیاوو څخه برخمن شي او د هیواد په عوایدو کې به ددې پروژې د ډېرو اړیکو پر اساس ډیروالی هم راشي.