د کابینې نویو وزیرانو د لوړې مراسم پرځای کړل

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۹:۵۶
مراسم تحلیف وزراء

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې هغو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې وې، د پنجشنبه ماسپښین د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.

په دې مراسمو کې چې په سلامخانه ماڼۍ کې ترسره شول د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي وزیرانو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، د چارو اداره ژمنه ده چې د همغږۍ او د عالي شوراګانو د اجنډاو، محتوا او د کابینې غونډو د لا موثریت او ګټورتوب په موخه به له دوی سره له نږدې کار وکړي.

مراسم تحلیف وزراء

د وزیرانو له لوړې وروسته جمهوررئیس هغوی ته د مبارکۍ پرمهال له ولسي جرګې څخه دغو وزیرانوته د باور رای ورکولو څخه مننه او هغوی ته په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې د بریا هیله وکړه. هغه زیاته کړه، خلک منتظر دي چې ستاسو په توانا مټو، منسجم فکر او پاکو لاسونو د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پیاوړی شي.

د هیواد جمهوررئیس دغو وزیرانو ته په خطاب کې وویل، له تاسو مې غوښتنه ډېره ساده ده، د اساسي قانون تطبیق. دا د اصولو قانون او ملي وثیقه ده او څومره یې چې عملي کړو، نو همغومره به د ولس باور زیات او په سیمه ییزه او بین المللي کچه د نظام مشروعیت لا لوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته