د ډیجیټل ټکنالوجۍ د پراختیا په کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلاوي ګډون

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ډیجیټال پراختیا په کنفرانس کې چې د قزاقستان په هیواد کې د روان میلادي کال د فبروري په ۱۷ – ۱۸ جوړ شوی وو د ګډون په موخه هغه هیواد ته سفر وکړ، په دغه پلاوي کې د اترا، افغان ټیلیکام رئیسانو، د مواصلاتو او مخابراتو په چارو کې د جمهوري ریاست سلا کار، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د چارو د ادارې رئیس او د وزارت د سیسمه ییزو اړیکو د تخنیکي ټیم غړو د ښاغلي وحیدی ملګړي وو.

د نړیوال بانک کلني کنفرانس د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا د څرنګوالي د څیړنې په موخه په مرکزي او جنوبي اشیا کې جوړ شوی دی او په ورته وخت کې د نړیوال بانک راپور د (ډیجیټل ټکنالوجۍ ته د لاسرسۍ توپیرونو(Digital Dividends))تر عنوان لاندې د معلوماتي ټکنالوجۍ چارواکو او متخصصینو په حضور خپریږي.  

باید وویل شي، چې دا لومړنی کنفرانس دی چې د مخ پروده هیوادونو د  وګړو په ژوند کې د ډیجیټال ټکنالوجۍ اغیزې څیړي. په بله وینا، د دغه کنفرانس موخه د سیمې په هیوادونو کې ډیجیټلي بدلون رامنځته کړي او د هیوادونو تر مینځ د کاسا CASA د ډیجیټالي پروژو په چوکاټ کې بالقوه فرصتونه او مرستې برابرې کړي تر څو د سیمې هیوادونه د نړیوال بانک د سپارښتنو په پام کې نیولو سره توپیرونه له منځه یوسي.

تر اوسمهاله، په دغه کنفرانس کې، د کاسا ډیجیټل پروژې او  د سیمه ییزو مواصلاتو او پراختیا د تطبیق په اړوند د نړیوال بانک د مالي او تخنیکي مرستو لپاره د تخنیکي ټیمونو په کچه خبرې تر سره شوي دي.

برسیره پر دې، افغان تخنیکې ټیم له خپلو سیالانو سره د سیمه ایزو اړیکو پر بیلا بیلو اړخونو خبرې کړي دي او د ۱۰ جې بي د پراخ بانډانټرنټ د لیږد یو قرارداد له قزاقستان هیواد سره لاسلیک شو. د تړون له مخې، د قزاقستان ۱۰ جې بي انټرنت د ترکمنستان له لارې به افغانستان ته و لیږدول شي. البته دغه قرار داد به هغه وخت نافذ شي کله چې تخنیکي ازموینې د دواړو هیوادونو په پولو کې بشپرې شي. باید وویل شي چې ددغه انټرنټ په واردلو سره د انټرنټ کیفیت لوړ او په بیو کې به کموالی رامنځته شي.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کنفرانس په څنډه کې د قزاقستان په هیواد کې افغانی محصلینو سره په ځانګړي توګه هغه محصلینو سره چې د مخابراتو، فزیک او کمپیوټر ساینس په برخو کې په زده کړه بوخت دي د افغانستان په قونسلګرۍ کې وکتل.

د دغې کتنې څخه موخه د محصلینو سره دوستانه خبرې کول، د هغوي شتونزې اوریدل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې د وزارت پر لاسته راوړنو باندې رڼااچول وه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته