د ډیجیټلي اقتصاد او د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو(ICT) صنعت ستراتیژۍ سرپرست، معرفي شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۹:۴
معرفی

عبدالناصر روان رسما د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل اقتصاد او د معلوماتو او مخابراتو ټکنالوجۍ (ICT) صنعت ستراتیژۍ د رییس په توګه معرفي شو.

په دې مراسمو کې چې د وزارت د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو حضور درلود د وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای هغه ته د نوي دندې مبارکي وویله.

ښاغلي لطیف رای د معلوماتي ټکنالوجې په صنعت کې ډیجیټلي اقتصاد یو له مهمو برخو څخه وګاڼه او د ادارې د پرمختګ او اهدافو د پلي کولو په موخه یې د نړیوالو خصوصي شرکتونو د جذبولو لپاره پرګډو هڅو او همکاریو ټینګار وکړ.

د ډیجټلي اقتصاد سرپرست رئیس ښاغلي عبدالناصر روان هم د وزارت د بیلابیلو برخو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو تجربو او پوهې پر بنسټ به د معلوماتي ټکنالوجۍ صنعت د ودې او پراختیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.

معرفی

ښاغلي روان د ولسمشرۍ د عالي مقام د حکم پر اساس دې بست ته ورپیژندل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته