د چک جمهوریت سفیر له آغلې خاوري سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۳:۳۷
ملاقات سفیر جمهوری چک با وزیر مخابرات

د چک جمهوریت سفیر ښاغلي ایرژي بلاون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومې ‏خاوري سره د هغې د ‏کار په دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې‎.‎

په دې ناسته کې، د چک جمهوریت سفیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپل هیواد د ښو او بریالیو تجربو په ‏اړه ‏مفصل وضاحت ورکړ او یادونه یې وکړه چې هیواد یې چمتو دی په دې برخه کې د افغانستان د مخابراتو وزارت سره خپلو ‏همکاريو ته دوام ورکړي‎.‎

ملاقات سفیر جمهوری چک با معصومه خاوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د افغانستان حکومت سره د چک جمهوریت له دوامداره حضور او همکاریو له امله د ‏مننې تر څنګ یادونه وکړه چې وزارت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره د پوهې او تجربو ‏تبادلې په برخه کې د دوستو هیوادونو د مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.‏

د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د مطلوبو موخو او همکاریو ترلاسه کولو لپاره په لا ډیرو اړیکو او همغږۍ ټینګار وکړ.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته