د پکتیکا ولایت ۵ ولسوالیو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتي آنټنونو تخنیکي وسایل انتقال شؤل

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۲۲
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت لرو پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو په موخه د یوسف خېلو ولسوالۍ، شنک، د جانی‌خیلو بابوخیل، د خیرکوټ ولسوالۍ پاینده خېل او د ډیلي ولسوالۍ ملا شیرګل سیمو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې د مخابراتي سایټونو تخنیکي وسایل د نصب په موخه انتقال شؤل.

یاد تخنیکي وسایل به نیږدې ورځو کې نصب او مخابراتي سایټونه به د انټرنټي او مکالماتي چوپړ په موخه ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شي.

د یادونې وړ ده د شکین او رباط ولسوالیو د مخابراتي سایټونو تخنیکي وسایل هم پکتیکا ولایت ته د نصب په موخه انتقال شؤي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته