د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هېواد محرومو سیمو ته د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د رسولو په لړ کې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار د ارګون په مسیر د حاجي انور مارکیټ سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ چې ۴جي غږیز او ۳جي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره د پکتیکاولایت مرکز ښرنې ښار او نیږدې سیمې اوسېدونکي کولای شي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو ګټه پورته کړي.
دیادونې وړده چې په پکتیکا ولایت کې دروشن مخابراتي ټول سایټونه ۴جي خدمات وړاندې کوي.
