د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۸ تنه فارغ شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۱۹
مراکز آموزشی ریاست های مخابرات

د پکتیکا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (د کمپيوټري اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، په پنځلسمه دوره کې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۷ تنو زده کوونکوته اوهمدارنګه دیاد ولایت د کثیرالرشوتوي انسټيټوټ د کمپيوټر ساینس څانګي ۱۱تنو زدکونکوته له یوې میاشتې عملي زدکړو وروسته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا محمد انور قیام، د بیلابیلو ادارو کارکونکو، ښوونکو او زدکونکو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم ملا محمدانور قیام فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته