د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۹۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۳
ولایت پکتیا افغانستان

د پکتیا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د یویشتمي دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۹۳ تنو زده کوونکو ته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی نصیرالله هجرت فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ د فعالېدو اړوند خبرتیا!

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۳مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه، د وزارت د درې گوني ټاکل شوي هیأت...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ...

بېرته خبرونه ته