د پکتیا ولایت جانیخیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سروی ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۸
ولایت پکتیا افغانستان

هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام د پکتیا ولایت جانیخېلو ولسوالۍ کوټکي کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د یوه، نوي مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه، د سایټ تخنیکي او فزیکي ارزونه (سروې) ترسره شؤه.

یاد مخابراتي سایټ د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو لپاره د هغو منظور شویو سایټونو له ډلې دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د یاد ولایت بېلابېلو لرو پرتو سیمو ته د یوه ځانګړي هدایت له مخې منظور کړي وو چې اوس مهال یې د سروې او جوړېدو چارې عملاً پیل شوي دي.

یاده سروې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې چې په اساس به یې د جانیخېلو ولسوالۍ د کوټکي سیمې ډېری برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې له مخابراتي آسانتیاو محرومو سیمو لپاره۳۰ مخابراتي آنټنونه منظور کړي وو چې اوس مهال یې د جوړېدو چارې پیل شؤي او همدارنګه تر دې وړاندې د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو ته د ټي ډي اف لسمه پروژه کې ۱۸ مخابراتي سایټونه هم منظور شؤي وو چې د یو شمېر مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې یې بشپړېدو ته نیږدې شؤي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته