د پوهنې وزیر سره د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال په اړه لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۱ - ۱۴:۴۷
دیدار با وزیر معارف کشور در مورد اتصال مکاتب از طریق انترنت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د خپل کار په دفتر کې د پوهنې سرپرست وزیر محترم دکتور محمد میرویس بلخي، د پوهنې وزارت مرستيال محترم ابراهيم شينواري او د اترا ادارې رئیس محترم نجیب عزیزی سره ولیدل او د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال د نوو پروګرامونو په اړه مو هر اړخيزه خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همېشه د دولتي ادارو او بنسټونو سره د معلوماتي ټولنې د رامنځته کېدو په موخه همکاري کوي او په پام کې لري چې راتلونکي تعلیمي کال کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له زرو زیات ښوونځي د انټرنېټ له لارې وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ ټول وسایل او امکانات ورته برابر کړي. .

ښاغلي آريوبي همدا راز زیاته کړه چې عصري زده کړې او د هېواد د تعليمي وضعيت د بهبود په موخه د انټرنېټ څخه ګټه اخیستنه، د راتلونکي نسل د ودې، پراختيا او معلوماتي ټکنالوجۍ سره یوځای د ښوونيزې ټولنې د مدرنيزه کولو لپاره یو مهم او ګټور ګام دی
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته