د پوست نړیواله ورځ او د پوستي خدمتونو اهمیت

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۹:۴۱
World Post Day MCIT

نننۍ نړۍ که څه د ټکنالوژۍ په برخه کې مخ په وړاندې تللي ده، خو د دې با وجود د پوست سکتور او پوستی خدمتونو په ټولو هیوادونو مخصوصا په افغانستان کې اوس هم ځانگړی ځای لري

او د توجه وړ دی.

پوستي مراسلاتو د مَحرمیت او مصؤنیت په خاطر، خلکو ته ډېر مهم او د منلو وړ دي.

له بله خوا پوست د هیواد د اقتصاد په وده کې اغیزمن رول لري؛ په ډېر کم لګښت سره خپل خدمات وړاندې کوي او په نورو ورځنیو دولتي او خصوصي چارو کې اسانتیاوې او د خلکو د غوښتنو سره سمې خپلې چارې د قانون او مقرراتو له مخې په مخ وړي.

د افغانستان د پوسټي خدمتونو تنظیم اداره (آپرا) ‏:

د افغانستان پوسټي خدمتونو تنظیم اداره (آپرا) د هیواد پوستي بازار کې د پالیسۍ جوړونکي او څارونکی ادارې په توګه له یونیم ‏لسیزې راهیسی په دی عرصه کې فعالیت لري.‏

پوستي خدمتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د یوې مهمې څانګې په توګه په خپلو قانوني، سکتوري، او تنظیمي ‏فعالیتونو په چارو بوخت دی.‏

دا اداره د هیواد د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې، د پُستي خدمتونو وړاندې کونکي او غوښتونکي هڅوي او ملاتړ یې کوي.‏

‏ او همداراز په بازار کې د پوستي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونو د څرنګوالي څارنه د دغې ادارې یوه له اصلي دندو څخه ‏ده.‏

د پوستي فعاله شرکتونه:

اوسمهال په افغانستان کې د افغان پُست ادارې، کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د هیواد په ټولو والیتونو ‏کې پوستې ادارو ترڅنګ، ۱۰ خصوصي پُستي شرکتونه هم شتون لري‎ ‎‏چې په لاندې ډول دي:‏

• د باختر ګړندی پوست ‏‎ (B.S.P)‎

• تی‌ان‌تی (TNT FedEx)

• ګړندي پوست (D.H.L)

• نۍ ګړندي پوست ‏ ‎(Nye Express)‎

• ایکسپو ‏‎ (Expo)‎

• ایرو- پارسل ‏‎ (Aero Parcel)‎

• کابل – آریانا ‏ ‎(Kabul Aryana)‎

• سمارټ سیسټم ‏‎ (Smart Post)‎

• شهیر شرکت ‏‎ (Shahir Post)‎

• روان خدمت ‏ ‎(Rawan Service)‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته