د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۴۶
مخابرات ولایت پنجشیر

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د دولتي ادارو د مسئولینو او د یاد ولایت د اوسیدونکو شکایتونه او وړاندیزونه مطرح شول او ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه باید خپل ټول فعالیتونه د قانون او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آټرا ادارې کړنلارې سره سم ترسره کړي، د خپلو پیرودونکو سره ښه او انساني چلند وکړي او په جدي توګه د ټاکل شوي نرخ څخه په لوړه بیه د سیم کارتونو پلور او د اجباري کریډټ زیاتوالي مخه ونیسي.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه، چې په هغو سیمو کې چې د مخابراتي شرکتونو خدمات کمزوري او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، د ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته