د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، سیمه ایزو راډیوګانو او انټرنېټي شرکتونومسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۲۲
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، سیمه ایزو راډیوګانو او انټرنېټي شرکتونو مسئولینو ترمنځ د راډیویې فریکونسیو د اخلال د مخنیوي او د جوازونو د تمدید په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو راډیوګانو او انټرنېټي شرکتونو مسئولینوته لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو او انټرنېټي شرکتونو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اټرا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته