د پست نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت لخوا ونمانځل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د پست نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت لخوا د روان ۱۳۹۳کال د میزان میاشتې په ۲۲ مه نیټه د مخابراتی او معلوماتی ټکنالوجۍ انستیتیوت د کنفرانسونو په تالار کی د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونماځل شو.

د نمانځنې په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال، د وزارت رهبری هییت او کارکونکی او د پستی خد متونو خصوصی کمپنیو مسوولین او غړی ګډون کړی وو.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلی بریالی حسام د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست و ویل او  د غونډې د جوړیدو څخه یې خوښی څرګنده کړه.

ښاغلی حسام د پست د نړیوالې ورځې د تاریخچې په هکله چې هر کال په ټوله نړی کې د زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۹ مه نیټه نمانځل کیږی د غونډې ګډونکونکو ته مالومات ورکړل او د خپل خبرو په یوه برخه کې و ویل چې پیغام لیږل او پیغام رسول د انسانانو ترمنځ د اړیکو ټینګولو یوه ډیره اهمه او حیاتی او لرغونۍ وسیله ده.

همدا راز هغه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په هکله د معلوماتو تر څنګ یادونه وکړه چۍ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت رهبری هییت او کارکونکی تل هڅه کړیده چې په ټولو برخو په ځانګړی توګه د پستی خدمتونو په وړاندی کولو کې په نړیواله کچه منل شوی معیارونو او سټنډردونو څخه ګټه واخلی. هغه زیاته کړه چې د وروستۍ لسیزې په موده کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجی څخه په ګټه اخیستنی سره د پستی خدمتونو په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لری او د وړتیاوو لوړول، د زیربناوو بیا رغونه او ملی او نړیوال تر کچې د پستی خدمتونو د سیستم برابرول يې د مثال په توګه یاد کړل. ښاغلی حسام وویل چې  پستی سوداګرۍ یا د الکټرونیکی سوداګرۍ پر بنسټ مالی لیږد رالیږد د مخابراتو وزارت یوه بله مهمه لاسته راوړنه ده.

همدا راز د آپرا ادارې رییس ښاغلی میر عبدالرحمن صدری او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د پست رییس ښاغلی احمد وحید ویس په وار سره په افغانستان کې پستی خدمتونو پر ارزښت او پرمختګ خبری وکړلې او ویې ویل چې د پستی مراسلاتو له لیارې خلکو ته اسانتیاوې منځ ته راغلی او ژمنه یې و کړل چې لا ښه پستي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به نه ستړی کیدونکی هلو ځلو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته