د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې بشپړې شوې

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
ولایت پروان

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاو د رسولو په موخه د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ سیاګرد کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې وې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.

یاد سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډی ایف لسمې پروژې له مخې د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ سیاګرد سیمې ته ځانګړی شوی چې په فعالېدو سره به یې  ډیری هغه برخې چې له مخابراتي آسانتیاو محرومې وې له انټرنټي او مکالماتي خدمتونو برخمن شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي آنټن د رغېدو چارې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي د ۴ میاشتو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۶:۴۶
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې...

بېرته خبرونه ته