د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۵۶
ولایت پروان

د پروان ولایت د غوربند شینوارو ولسوالۍ د محرومو سیمو د پوښښ په موخه د افغان ټیلی‌کام سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوي، د یاد مخابراتي سایټ د نظارت په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې د استازو له لوري نظارت شوی څو د مخابراتي سایټ چارې پر وخت او د قرارداد د شرایطو په اساس بشپړې شي.

یاد مخابراتي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د لسمې پروژې د پلان شویو سایټونو له ډلې دی چې د غوربند شینوارو ولسوالۍ محرومه سیمه کې د انټرنټي او مخابراتي پوښښ په موخه جوړېږي چې جوړېدو سره به یې د یادې سیمې ډیری لرې او نیږدې کلي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته