د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون په غونډه کې د آغلي معصومه خاوري او ورسره تخنیکی تیم ګډون

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۲۳
ولسی جرگه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستي او نوماندې آغلي معصومې خاوري نن یک شنبي (د لړم میاشتې ۴ مه نیټه) ‏د ولسي جرګې د مالي او بودیجې، د عامه حسابونو او بانکي چارو کمیسیون په بلنه، د ۱۳۹۹ کال په نیمایي کې د بودیجې د ‏لګښتونو د بررسی په غونډه کې برخه اخیستې وه. ‏

په دې ناسته کې د وزارت تخنیکي ټیم د مالي رئیس په شمول، د مالیې وزارت چارواکو او د دوی ټیم هم برخه اخیستې وه. او د ‏بودیجې د مصرف څرنګوالي په اړه د کمیسیون د غړو لخوا راپورته شویو پوښتنو او اندیښنو ته لازم ځوابونه وړاندې ‏کړل.‏

همداراز په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روان ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې پر لګښت هم خبرې و ‏شوې او د مالیې او بودیجې کمیسیون په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.‏

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته