د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریئسانو درې ورځینی سمینار جوړه شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مرکز اوولایتونو  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  درې ورځینی ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتوت کې په لاړه واچول شو، چې د دغه سمینار اړین تګي  او موخي د مرکزی ریاستونو د ولایتونودمخابراتو رئیسان او افغان تیلې کام ترمنځ همغږی ، دلایتونو د مخابراتود ریاستونو ستونزي ، ، د ولایتونو د رئیسانوستونزي ، پلانونه ، عادي بودیجه ، انګشافي بودیجه اولرو پروتو سیموته د مخابراتي خدمتونو رسول په اړه وو.

په سمینار کې  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین ، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هئیت د ولایتونو د مخابراتو رئیسانو ،د افغان تیلې کام مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړي وو.

سمینار دقرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت اود ملی سرود په خپریدو سره پیل شوه .

د غونډې په پیل کې ښاغلي خیلیل الله خلیل د بشري سرچینو رئیس حاضرینوته ښه راغلاست ووای.

وروسته بیا دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر وویل : موږ تیر کال په سمینار کې وویل وو چې د ولایتونورئیسان دې د خپلو اړوند ولایتونو( ۵ ) ستونزېیاداشت کړي ترڅو په راتلونکې پلان کې ونیول شي .همدارنګه د ولایتونو هغه سیمې چې د مخابراتي خدمتونو څخه محروم دی په داګه کړي ترڅو د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راشي.

 اوس مهال د هیواد ۸۰ سلنه وګړي د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ راندې راغلي دی او پاتې ۲۰ سلنه به په راتلونکي ۳ کلونوکې د مخابراتي او انترنتي خدمتونو تر پوښښ راندې راشي چې په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو صندوق جوړ کړی دی چې د خصوصي شرکتونو ۲،۵ سلنه خالص عاید په یاد صندوق کې راتولیږي ترڅو لرې پرتې سمې چې د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي د مخابراتي او انترنتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي. چې اوس مهال (۵۰) ملیونه امریکايي ډالر راټول شوي دي

ښاغلي سنګین همدارز زیاته کړه  چې افغانستان دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی دا په داسي حال کې ده چې دغه پرمختګ په (۸) کلونوکې شوی دی  او په نورو هیوادونوکې دغه پرمختګ ۳۰ تر ۴۰ کلونو په موده رامنځته شوی دی.چې دا موږ ته د ویاړ ځای دی چې د دغو خدمتونو او لاسته راوړنو پایلې د ۲۰۱۱ کال د GSMنړیواله جایزه وه :چې د افغانستان حکومت او خلکو په برخه شوه همدارنګه انجنیر امیرزي سنګین د نوري فایبرد پروژيې په اړه وویل : د نوري فایبر پروژه ډیره مهمه پروژه ده چې ۴ کاله وراندې په لاره واچول شو،اوس مهال افغانستان د نوري فایبر له لارې نړۍ سره نښلول شوی دی. او دغه راز ښاغلي امیرزي سنګین د دریم نسل ټکنالوجۍ ( 3G) په اړه خبرې وکړې اوڅرګنده یي کړه چې  موږ غوارو د ( 3G) ټکنالوجۍ هیوادته راولو د غه ټکنالوجۍ به  د تصویر ، ویدیو ، او انترنت آسانتیاوي ولري  چې په نږدې راتلونکې کې به د جوازونو په ورکول اقدام وکړو

دغه شان انجنیر امیرزي سنګین د افغان تیلې کام مخابراتي شرکت په اړه وویل: افغان تیلې کام یو سل په سله دولتي شرکت دی چې د خصوصي شرکتونو ترڅنګ په فعالیت بوخت اویو په پښو ولاړ شرکت دی چې تیر کال یې (۳۰) ملیونه ډالر عاید درلود او دغه عاید ورځ په ورځ زیاتیږي

د سمینار په وروستې برخه کې  د جوزجان د ولایتې شورا رئیس لخوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ته ستاینلیک ورکړل شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته