د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د بُبر اکسپرس پُستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۳۶
ببر

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د پُستي خدمتونو د ننظیم ادارې (آپرا) رئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو لوی رئیس، د ببر اکسپرس کمپنۍ غړي او د وزارت یو شمیر رییسانو په حضور جوړ شوي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې په هیواد کې د پُستي خدمتونو سکټور ارزښتمند او مهم تاریخي رول ته په اشارې نوموړي شرکت ته د فعالیت د جواز ویش یو مهم اقدام وباله او د دې سکتور په قانونمندۍ او معیاري او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې (آپرا) رئیس عبدالرشید احمدي هم د پُستي سکتور په ښه تنظیم او د قانونمندۍ په اړه خبرې وکړې او د حق الامتیاز لایحې جوړول، غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره د میکانیزم جوړول، د پُستي خدمتونو د قانون مسوده، د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د پُستي معبر یې د دغه ریاست د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

ښاغلي احمدي د ببر اکسپرس شرکت سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره له دوي څخه د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره د معیاري با کیفیته، باوري او د هراړخیزه خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

ریاست اپرا

د ببر اکسپرس پستي خدمتونو شرکت رئیس عبدالباري احمدزي هم د پستي خدمتونو مخينې ته اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به با کیفیته، ډاډمن او ارزانه خدمتونه وړاندې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو لوی رئیس محمد ابراهیم شمس د دغه شرکت څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ملاتړ او پاملرنې نه د قدردانۍ تر څنګ د پستي خدمتونو د جواز ورکړه یې یو د مثبت ګام په توګه یاد کړ او کوچنیو او منځنیو صنایعو ته برخه ورکول، د هیواد د پُست له لارې توکو ته بازار موندنې ته هم اشاره وکړه.

محمد ابراهیم شمس

د یادونې وړ ده چې دا شرکت په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی دی او ۱۱ شرکت دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د فعالیت جواز ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته