د هلمند ولایت په ۲ ولسوالیو کې د نويو مخابراتي سایټونو له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۳۵
ولایت هلمند

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د باغران ولسوالۍ پایسګ سیمه او نوزاد ولسوالۍ دانه او ګینه سیمو کې د مخابراتو وزارت د ټي ډي اف لسمې پروژې مخابراتي سایټونو جوړولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه ټولې چارې باید د قرارداد د شرایطو او نقشې سره سم تر سره کړي.

همداراز د نوزاد ولسوالۍ ګورز سیمې لپاره نوي منظور شوي مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه سروې وشوه چې نږدې راتلونکي کې به یې کار عملا پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته