د هلمند ولايت والي او د اداري واحدونو رئيسانو سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۳ - ۱۳:۲۹
ملاقات با والی و رؤسای واحد های اداری ولایت هلمند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند والي محترم جنرال محمد ياسین خان او ددغه ولايت د اداري واحدونو يو شمېر رئيسانو سره د ليدنې تر څنګ په هلمند کې د مخابراتي او پُستي خدماتو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د هلمند والي او ور سره پلاوي په وروستيو کې د مخابراتي خدماتو په ځانګړې توګه د سلام شبکې د د فعالیت له کبله خوښي وښوده او تر څنګ يې په دغه ولايت کې د مخابراتي خدماتو د پراختيا تر څنګ د انټرنېټ د پراختيا او کېفيت د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

محترم آريوبي د هلمند ولايت د مسؤولينو سره په لیدنه کې ددوی سره د مرستې او همکارۍ د ژمنې تر څنګ زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي وزارت په ټول هېواد کې د مخابراتو متوازن انکشاف ته ژمن دی او په راتلونکي کال کې د مخابراتي خدماتو د پراختيا تر څنګ په هلمند کې د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال، د نوري فايبر شبکې د پراختيا، ښوونکو ته د مبایل له لارې د معاشاتو د ورکړې او سلام شبکې د ظرفيت د G3 خدماتو د توسعې لپاره اړوندو رياستونو سر له اوسه کارونه پېل کړي دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته