د هر Mb انټرنټ څخه باید خلکو ته حساب ورکول شي!

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۰:۴۶
MCIT: accountable for every Mb internet

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د نوري فايبر او انټرنېټ د توزیع برخې څخه د لیدنې تر څنګ اړوندو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې د انټرنټ خدماتو د عرضې په برخه کې دقیق و اوسي او حتی د خلکو د يوې افغانۍ په اندازه انټرنټ هم ضایع نه شي.

ښاغلي هاشمی زیاته کړه چې افغان ټېلې کام شرکت د انټرنټ د عرضه کوونکي په توګه باید د خلکو د هر Mb انټرنټ څخه حساب ورکړي او د انټرنټ د وېش مديریتي سیسټم په نړېوالو معيارونو برابر کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې هر پېرودونکي ته باید د اخیستل شوي انټرنټ اندازه پوره ورسېږي او په دې برخه کې يې له اړوندو مسؤولينو د تفصیلي راپور او د انټرنټ د وېش د اندازې د جدي ارزونې غوښتنه وکړه
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن  مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت رئیس وایچک پلوسکي سره د مخابراتي خدمتونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر افغانستان لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت له نوي ټاکل شوي رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي سکټور د ودې او د خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او همدا راز...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

بېرته خبرونه ته