د هرات په ولایت کې ۱۲ زره لینه ډیجیټل ټلیفون دستګاه پرانیستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین په هغه غونډه کې چې د ډیجیټل تلیفون د پرانیستلو به مناسبت جوړه شوې وه ګډون وکړ.

 ښاغلي سنګین په دغې غونډه کې چې د هرات والي ښاغلي داود شاه سباه، د ولایتي شورا غړو او د هرات ولایت یو ګن شمیر قومي مشرانو او خلکو حضور درلود، په هیواد کې د مخابراتو د پرمختګ او اهمیت په اړه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: دغه دستګاه ۱۲۰۰۰ تنو ګډون کونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو وړتیا لري. ښاغلی سنګین زیاته کړه چې ډیر ژر به ۱۲۰۰۰ کورنیو، هټیوالو او د سودا ګریزو مرکزونو لپاره د دجیټل مخابراتي او انترنیټی خدمتونه او آسانتیاوی برابرې شي. ورپسې د هرات والي دوکتور داود شاه سبا د هغه ولایت د خلکو په استازیتوب د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د هغو هڅو قدرداني وکړه، چې د مخابراتو په اړوند یې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی وزیر د جمهور رییس ۴۵ ګڼې فرمان د پلي کولو او د مخابراتی ستونزو د حل او د یادو خدمتونو د پراختیا په منظور د هرات ولایت کرخ او جبرایَل ولسوالیو ته ولاړ. د سیمې له خلکو او د ولسوالۍ د شورا ګانو له غړیو سره د کتلو تر څنګ یې د یادو ولسوالیو له مخابراتی تاسیساتو څخه لیدنه وکړه. د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ ښاغلي وزیر د سفر په بهیر کې د نوري فایبر هغه پروژه چې د شینډنډ ولسوالۍ له هرات ښار سره نښلوی هم پرانیستله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته