د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د معلوماتو او مدیریت بریښنایي سیسټم پرانستل شو
 
              د برښنایي حکومتدارۍ په لور د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د لر لید پربنسټ، د مخابراتواو معلوماتی تکنالوجی وزرات او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت تر منځ د همکاری هوکړه لیک چې ترمخه لاسلیک شوی و له مخې د یادې ادارې
معلوماتي او مدیریتي برښنایي سیسټم دیوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو او عملي چارې یې پیل شوې.
د د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د يادې ادارې کاري ظرفيت لوړ شي او د چارو د پرمخ بیولو (د وخت له ضايع کېدو، د فساد او درغليو د مخنيوي، په چارو کې شفافیت، د دفترونو د عصري کولو، د امنيت ټينګښت، په لږ وخت کې د ډیر دقت سره د چارو سرته رسولو) په برخو کې لازم اصلاحات به رامنځته شي.

د یادولو وړ ده چې د دغه سیسټم ساتنه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له خوا ترسره کیږي.
