د ملي تدارکاتو ادارې رییس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې سره آنلاین خبرې وکړې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۹:۳۳
معصومه خاوری

چهار شنبې، د تلې ۹ مه

د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتې په ۹ مه نیټه د ملي تدارکاتو مشر ښاغلي الهام عمر هوتکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې آغلې معصومې خاوري سره ویډیويي خبرې وکړې.

په یاده لیدنه کې ښاغلي هوتکي د مخابرتو وزارت سرپرستې آغلې خاوري ته د هغې د نوې دندې مبارکي وویله او ډواړو لوریو د تدارکاتی اجرااتو ګړندی کولو او د شته ننګونو د حل څرنګوالی په اړه خبرې وکرې.

د مخابراتو وزارت سرپرستې دغو پروژو اهمیت ته په اشارې سره د تدارکاتی پروژو پر وخت بشپړیدل د مخابراتو وزارت بریا او هیوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مهم وبلل.

همداراز ښاغلي هوتکي د خپلو اړوندو ادارو د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ, او دواړو خواوو په دوه اړخیزو همکاریو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

بېرته خبرونه ته