د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ عالي شورا غونډه جوړه شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ عالي شورا غونډه نن شنبه  د جمهوري ریاست دوهم مرستیال او دیادې شورا رئیس محمد کریم خلیلی په مشری جوړه شوه. لومړی د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزي سنګین د تیلفونی خدمتونو د پوښښ،  دهیواد په بیلابیلو سیموکې د نوري فایبر پراختیا، الکترونیکي تذکرو، د انترنیتی خدمتونو ودې او الکترونیکي حکومت داری په اړه غوندې ته معلومات وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر په یادو څانګو کې د پرمختګ ترڅنګ زیاتوي، دا مهال په ټول هیواد کې ۱۸ میلیونه کسان له ګرځنده تیلفون څخه کار اخلي او همدا رنګه دهیواد ځیني سیمو کې د نوري فایبر پروژه بشپړه شوي او په نورو سیمو کې لکه د هیواد مرکزي سیمې ، د جنوبي ولایتونو ځیني سیمو او د تخار ، بدخشان ولایتونو کې هڅې رواني دي چې دا پروژه بشپړه شي.

هغه وویل د نوري فایبرپراختیا په پایله کې  د انترنتی خدمتونوپه بیو کې ټیټوالۍ رامنځته شوی او د انترنت کاروونکو په شمیره کې هر ورځ زیاتوالی راځي.د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الکترونیکي حکومتداري د افغانستان په ځان بساینه کې یو مهم او ارزښتناکه ګام وباله او زیاته یي کړه په همدې موخه په دي وروستیو کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او لوړوزده کړو وزارت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوه او همداسې سهولتونه به ښووني وزارت هم برابري شي. د لوړو زدکړو وزیر په دغه غونډه کې وویل د دغه هوکړه لیک د پلي کیدو په صورت کې به دغه وزارت و د لوړوزدکړه موسسود اړتیا وړ تسهیلات برابر شي او له دي لاري په د نړی تحقیقاتي مراکزو ته د لاس رسی زمیني هم برابرې شي.

هغه وویل په نیږدو راتلوونکې کې به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د روغتیا وزارت ترمنځ له لري له لري واټن څخه د درملنې هوکړه لیک هم لاسلیک شي چې له مخې به يي دهیواد په لرو پروتو سیمو کې د معالجي آسانتیاوي رامنځ ته شي.

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت مرستیال د هغه هوکړلیک په اړه چې د مخابراتو وزارت او فواید عامې وزارت ترمنڅ لاسلیک شوي وو غونډې ته معلومات ورکړل د دغه هوکړه لیک له مخې به د نوري فایبر خدمتونو بودجه فواید عامې وزارت ته لیږدول کیږي.

دغوڼدې په بله برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال الکترونیکي تذکرو  په اړه خپل راپور وړاندې کړ او ټینګار یي وکړ چې زموږ هڅي راوني دي او دغه وزارت لومړني کړني ترسره کړي خو د بودجې له کمښت سره مخامخ یو. وروسته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ شورا رئیس د راپور د اوریدو ترڅنګ د وزارت له هڅو مننه وکړه او  د شورا غړو هم  د مخابراتي خدمتونو د لاښه کیدو په موخه ، الکترونيکي حکومتداري او د دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه یو لړ نظریات غوڼدې ته وړاندې کړل  همدارنګه شورا یاد شوي هوکړلیکونه تائید کړل او په ټول هیواد کې يې د نوري فایبر په غزوني، د الکترونيکي حکومتداري پراختیا لکه ښووني، لوړوزدکړو، د انترنیتي خدمتونو ودې، او د مبایل له لارې د خدمتونو وړاندې کولو باندې ټينګار وکړ.

دیادوني وړه ده چې شورا دمالیې وزارت مکلف کړچې د وزیرانو شورا پریکړه پلي کړي او د الکترونيکي تذکرو ویش اهمیت ته په کتو سره د کورنیو چارو وزارت لومړني لګښتونه چې پنځ میلیونه امریکایي دالره کیږي چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته