د مخابراتو وزارت د ICT ترويج او د نوښتونو په برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۹/۳ - ۱۷:۴۵
46830901_1985070035123547_70919822841479168_n

نن مو د  (AWAL2018) تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو، پروګرامونو او د خصوصي سکټور د نوښتونو د پروګرامونو څخه د وزارت د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېر يو کال کې توانېدلی د ICT زيربنايي پروژوې عملي، د معلوماتي ټکنالوجۍ، الکټرونيکي حکومتولۍ، معلوماتو د امنيت قوانين تدوين او تدقیق کړي، د ICT لپاره پنځه کلنه سټراټيژي طرحه شوې چې کولی شو په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پلې کېدو د لارې نقشه يې ونوموو، سربېره پردې د الکټرونيکي تذکرې د وېش پروسه، د هېواد ټرافيکو برېښنايي کول، د عامه خدماتو ساده سازي او الکټرونيکي کول لکه پاسپورټ، د داخلي او خارجي اتباعو لپاره د کار جواز اخیستل، د پاسپورټ اخیستلو د انلاين پروسه، په دولتي ادارو کې د بشري سرچينو، مالي او اداري چارو برېښنايي کول او داسې نورې پروسې د وزارت د مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

له بلوه پلوه د انټرنېټي خدماتو په برخه کې په نورو د تکيې کمولو په موخه او د افغانستان د جغرافيوي معقيت په پام کې نيولو سره د سيمه ييز اتصال پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې له هغه جملې د واخان دهليز د نوري فايبر پروژې ته اشاره کولی چې سروې يې دواړه خواو ته سروې يې بشپړه شوې  او مالي پروپوزل مو د چين هېواد ته سپارلی دی.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د نوري فايبر شبکې د پراختيا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د مخابراتو وزارت د اوپن اکسس پاليسي تدوين کړې چې له مخې يې خصوصي سکټور وکولی شي د نوري فايبر شبکې په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته