د مخابراتو نړېوالې اتحاديې د ارشد مشاور سره د وزارت لاسته راوړنې شريکې شوې

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۵ - ۱۱:۴۶
دستاورد های وزارت با مشاور ارشد اتحادیۀ جهانی مخابرات به بحث گرفته شد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه پلاوي سره یوځای، د آسيايي هېوادونو لپاره د مخابراتو نړېوالې اتحاديې (ITU) د ارشد مشاور محترم سمیر شرما سره د لیدنې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د لاسته راوړنو او خپلو راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.

په دغه لیدنه کې د سیستمونو د معلوماتو د امنيت، الکـرونيکي حکومتدارۍ، په انټرنټ کې د ماشومانو د خونديتوب پاليسۍ، معلوماتي ټکنالوجۍ کې د مېرمنو د ونډې او سيمه ييز اتصال په اړه هر خيزې خبرې وشوې.

محترم سمير شرما د وزارت د فعالیتونو څخه د خوښۍ تر څنګ يادونه وکړه چې د مخابراتو نړېواله اتحاديه د افغانستان لپاره د پايداره پراختيايي اهدافو (SDGs) د پلي کولو په برخه کې مرسته کوي او د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج او له معلوماتي ټکنالوجۍ د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې هر اړخيزه همکاري کوي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته