د مخابراتو سرپرست وزیر: هرات ولایت د ډیجټل کېدو لوړ ظرفیت لري

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۹:۴۶
minister of MCIT in Herat Province

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نن سه شنبه، د وږې میاشتې پنځمه نېټه په هرات ولایت کې د فن اوري چټک پرمختګ په ویاړ مراسمو کې وویل، چې هرات د ټکنالوژۍ پرمختګ په برخه کې یو مثال دی او ډېر ژر به دا ولایت په یوه پرمختللي ډیجیټلي ښار بدل شي.
د نوموړي په وینا، په هرات کې د ټکنالوژۍ اسانتیاوو برابروونکې د هیواد اصلي قهرمانان دي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به تل د دې قهرمانانو ملاتړ کوي.
د مخابراتو سرپرست وزیر له ټکنالوژۍ سره د تړلي پرمختللي ژوند په اړه وویل، د روبوټ جوړونې په سیالیو کې د هراتي پېغلو ګډون او په ښوونځیو کې د نوښتونو پراخې بېلګې، د ټکنالوژۍ په برخه کې د دې ویاړلي ولس د استعدادونو ښکاره بېلګې دې.
د هغه په وینا، د ټکنالوژۍ پرمختګ ستره اړتیا، په دې برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه ده، چې هرات په دې برخه کې هم د یوه مثال په توګه یادولای شو.
هاشمي وویل: « هرات د صنعت، پانګونې او ټکنالوژۍ په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم د دې ظرفیتونو پاللو په برخه کې هر راز ملاتړ ته تیار دید مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي نن سه شنبه، د وږې میاشتې پنځمه نېټه هرات ولایت ته سفر وکړ او د ولایتي ادارې چارواکو په ګډون یې له مخکښو ځوانو علمي کدرونو سره هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته